ازبکستان کې افغان سفیر رسما خپله دنده پیل کړه
ازبکستان کې د افغانستان سفارت وایي، د اسلامي امارت نوي سفیر شیخ عبدالغفار بحر د یو لړ مراسمو په ترڅ کې رسما خپله دنده پیل کړه.
تاشکند کې د افغانستان سفارت په وینا، دې مراسمو کې د هېواد د عامې روغتیا وزارت مرستیال، سوداګرو، ازبکستان کې مېشت افغان مخورو او د یاد سفارت ډپیلوماټانو هم شتون درلود.
شیخ عبدالغفار بحر څو روځې وړاندې د اسلامي امارت له لوري رسما ازبکستان کې د افغانستان د نوي سفیر په توګه واستول شو.
د یادونې ده، چې دا مهال اسلامي امارت د نړۍ شاوخوا ۴۰ هېوادونو کې فعال سفارتونه او استازولۍ لري، چې د چین، متحده عربي اماراتو، قزاقستان او ځینو نورو هېوادنو له لوري رسما د افغانستان سفیران او شارژدافیران منل شوي هم دي.