روسیه د ناټو پر غړو هېوادونو سایبري بریدونو پیل ته چمتووالی نیسي

روسیه د ناټو پر غړو هېوادونو سایبري بریدونو پیل ته چمتووالی نیسي ټیکنالوژي
د سایبري بریدونو لپاره د روسیې چمتووالی

د انګلستان د ملي امنیت مسئول پت مک فادن خبر داری ورکړی، چې روسیه په انګلستان او د ناټو پر غړو هېوادونو د سایبري بریدونو لپاره په چمتووالي بوخته ده.

 

نوموړي ادعا کړې، چې روسیې له اوکرایین د ملاتړ کمزوري کولو لپاره دغه پلان نیولی دی.

 

سکای نیوز د دغه لوړ پوړي انګلیسي چارواکي د وینا متن نشر کړی، چې ټاکل شوې راتلونکې اونۍ یې د ناټو سایبري بریدونو د دفاع کنفرانس کې وړاندې کړي هغه به دې کنفرانس کې د ناټو غړو ته 

خبرداری ورکړي، چې دغه ګواښ جدي ونیسي.

 

د پت مک مادن په خبره، د روسیې په سایبري هدفونو کې د برېتانیا د انرژي سرچینې او د اوکرایین ملاتړو هېوادونو کاري او سوداګریز محلونه شامل دي.

تړلي موضوعات