افغانستان له بس موټر وروسته ډمټرک موټر تولید کړ
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد خبر ورکړی، چې د افغانستان ملي پراختیا شرکت لخوا ډمټرک موټر تولید شو، چې ژر به په هېواد دننه د بار وړلو لپاره استفادې ته تېار شي.
ښاغلي مجاهد ویلي، چې ملي پراختیا شرکت نور هم ګڼ تولیدات لري، چې نندارې ته به وړاندې شي.
د اسلامي امارت ویاند د ډاډ په ډول ویلي، چې افغانستان هره ورځ د خپلو اړتیاوو په پوره کېدو بوخت دی.
د یادونې ده، چې ښاغلي مجاهد څه موده وړاندې د یوه مسافر وړونکي بس د تولید خبر هم ورکړی و، چې افغانستان کې جوړ شوی و.