د څه باندې ۵۵۰ مخابراتي سایټونو له ډلې ۵۴ یې فعال شول
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویاند عنایت الله الکوزي په اېکس پاڼه خپور شوي کلیپ کې ویلي، دا ۵۴ سايټونه په ۱۵ ولایتونو کې ګټې اخېستنې ته سپارل شوي دي.
الکوزي همداراز ویلي، د ټولو څه باندې ۵۵۰ سایټونو په فعالیدو به لرې پرتې سېمې هم د مخابراتي پوښښ لاندې راشي.
د اترا ادارې د راپورنو له مخې، دمګړۍ په ټول هېواد کې ۸ زره مخابراتي سایټونه فعال دي، خو دې ټولو سره سره بیا هم د هېواد یو شمېر سېمو کې د مخابراتي خدماتو نه شتون هېوادوال له ستونزو سره مخ کړي.