د بلخ هوایي ډګر کې د الوتکو د لارښود دستګاه فعاله شوه
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت خبر ورکړی، چې د یوه تخنیکي ټیم په مرسته یې د بلخ مولانا جلال الدین محمدبلخي نړېوال هوایي ډګر کې د الوتکو د لارښود دستګاه او مخصوص څراغونه فعال کړي دي.
یاد وزارت ویلي، دغه دستګاه او مخصوص څراغونه د الوتکو په خوندي پرواز او ناسته کې ګټور رول لري.
د یادونې ده، چې تېرو درېیو کلونو کې د هېواد هوایي چلند سکټور کې ګڼې پروژې پلي شوې او کورنیو او بهرنیو هوایي شرکتونو ته اساسي اسانتیاوې برابرې شوې دي.