د برېښنایي حکومتولۍ پر لور یو بل ستر ګام؛ د افميس نوی پرمختللی سیسټم پلي کېږي

د برېښنایي حکومتولۍ پر لور یو بل ستر ګام؛ د افميس نوی پرمختللی سیسټم پلي کېږي ټیکنالوژي

د افغانستان مالیې وزارت د برېښنایي حکومتولۍ او د عامه مالي مدیریت په برخه کې د یوې مهمې لاسته راوړنې خبر ورکړی. 
وزارت د مالي مدیریت معلوماتي سیسټم (AFMIS) ته د نړېوالو معیارونو مطابق پراختیا ورکړې، چې د مالي چارو مدیریت، کنټرول، او راپور ورکونې په برخو کې د لا روڼتیا او اغېزمنتیا رامنځته کولو لپاره ستر ګام ګڼل کېږي.

یاد وزارت ویلي، چې د افميس نوی سیسټم د پخواني سیسټم ستونزې لکه ټیټ سرعت، لوړ لګښتونه او تخنیکي محدودیتونه حل کړي دي. یاد پخوانی سیسټم په ۲۰۰۲کال کې د فریبلانس شرکت لخوا جوړ شوی و، چې ټول تخنیکي واک یې د شرکت په لاس کې و.
د دغو ستونزو د له منځه وړلو لپاره، مالیې وزارت د یو خپلواک او پرمختللي سیسټم د جوړولو پرېکړه وکړه، چې اوسني شرایط او اړتیاوې په نظر کې نیسي.

مالي وزارت زیاته کړې، چې نوی سیسټم په ۱۴ کلیدي وزارتونو او ۸ ولایتي مستوفیتونو کې په بریالیتوب سره ازمایل شوی دی او د اړوندو مالي سیسټمونو سره د نښلون وړتیا لري، چې د امارتي ادارو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ پراختیا ته لاره هواروي.

یاده حکومتي اداره وايي، چې د افميس نوي سیسټم لپاره اړوندو کارکوونکو ته د خزاینو لوی ریاست له لوري مسلکي روزنه ورکړل شوې، ترڅو د سیسټم د لېږد او پلي کولو چارې په چټکۍ سره ترسره شي.
مالیې وزارت ډاډ څرګند کړی، چې په دې نوې بڼه سیسټم کې د مالي چارو بشپړ کنټرول، د لګښتونو دقیق مدیریت او اغېزمنه راپور ورکونه ممکنه شوې ده.

د یادونې وړ ده، چې د افميس نوي سیسټم پلي کول د مالیې وزارت لپاره یوه ستراتیژیکه لاسته راوړنه بلل کېږي، چې د برېښنایي حکومتولۍ د پراختیا او د عامه مالي سکټور د شفافیت د لا لوړولو لپاره مهم اقدام دی او د پلي کېدو په پایله کې به د هېواد مالي مدیریت په نړیوالو معیارونو برابر شي، چې دا به د افغانستان د مالي سکټور پرمختګ لپاره بنسټیز بدلونونه رامنځته کړي.

تړلي موضوعات