د دوحې پر لور خپلواک ګامونه!

د دوحې پر لور خپلواک ګامونه! سیاسي

د دوحې ناستې ته ساعتونه نور پاتې دي، په دې ناسته کې چې د ملګرو ملتونو سربېره امریکا او د نړۍ شاوخوا دېرشو هېوادونو او نړېوالو بنسټونو استازي په کې ګډون لري، اسلامي امارت ورته هم خپل پلاوی لېږي.

د پلاوي مشري د اسلامي امارت مرکزي ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد کوي، ښاغلی مجاهد د حاضر جوابۍ تر څنګ په ډېپلوماټېکو عرفونو او کنايو پوه او سنجیده شخصیت دی!

د دوحې له ناستې مخکې کابل کې د اسلامي امارت ویاند او دوحې ته د تلوونکي پلاوي مشر مولوي ذبیح الله مجاهد د ټولو شکونو او اندېښنو د له منځه وړو لپاره وویل، دوحې ته تګ مو د ستونزو د حل او تفاهم لپاره دی.

ښاغلي مجاهد دلته نړېوالو ته په زغرده وښودله، چې نور افغانستان د نیابتي جګړه مارو ډلو په ولکه کې نه دی، اوس افغانستان د یو داسې نظام له لوري اداره کېږي، چې د خپلو اسلامي او ملي ګټو په پام کې نېولو سره د دوست او دښمن تفکیک کوي.

ښاغلي مجاهد دوحې ته سفر د هیڅ جهت سره د دښمنۍ په مانا ونه باله او ټولو سیمه ییزو او نړېوالو هېوادونو ته یې دا تسلي ورکړه، چې دوی یواځې ټولو لوریو سره مثبت تعامل ته لېواله دي.

دا مثبت تعامل څه دی؟

د افغانستان اړوند موضوعاتو په تړاو له ملګرو ملتونو، ښکېلو هېوادونو او ټولې نړۍ سره د اسلامي او ملي ارزښتونو پام کې نیولو سره داسې حل لارو ته رسېدل، چې د افغانستان اقتصادي وضعیت ښه او هر اړخېز ثبات ته لار اواره کړي، همدا مثبت تعامل د اسلامي امارت پالیسي ده.

دوحې ته له تګ وړاندې یوه بله مهمه او حقوقي موضوع، چې په دا حساسو شېبو کې یې سپړلو او تذکر ته اړتیا تر بل هر وخت زیاته وه، هغه د افغان ولس د حقونو په تړاو نړېوالو ته د دوی مکلفیت ور په ګوته کول وو.


ښاغلي مجاهد په ننګوونکي ژبه د بشر حقونو داعیانو ته په ښکاره وویل، موږ د ملي ګټو په چوکاټ کې له ټولو هېوادونو غواړو، چې د افغانستان خلک په سختو شرایطو کې یواځې پرېنږدي، بلکې په هغو مواردو کې چې د افغانستان خلکو حق دی باید هېوادونه خپل مکلفیت ادا، د افغانستان په بیا رغونه او اقتصادي وده کې خپله ونډه تر سره او خنډونه له منځه یوسي.

د هېواد اقتصادي ودې، پرمختګ او د ستونزو حل ته لېوالتیا بله هغه تنده ده، چې اسلامي امارت یې په بې صبرۍ انتظار کوي، ښاغلي مجاهد د دوحې ناستې په درشل کې وویل، اسلامي امارت له ټولو هغو فرصتونو، چې د هېوادوالو غوره ژوند او په ځانګړي ډول اقتصادي برخه کې وي، تر وروستي بریده ترې ګټه اخلي.

د اسلامي امارت له لوري په تېر کې عفوه او اوس د هېواد په ابادۍ کې نورو ته ونډه ورکول د اوسني نظام بله هغه کمسارې ځانګړتیا ده، چې تېرو څه باندې څلوېښت کلونو کې یې ساری نه شو موندلی، د دوحې درېیمې ناستې ته د ټاکل شوي پلاوي مشر ښاغلي مجاهد په ټولو هغو کسانو چې هر ځای کې دي، غږ وکړ، چې دوی سره په ګډه د هېواد ابادۍ او د امنیت ټېنګښت کې لاس په کار شي.

له شک پرته افغانستان نور یو خپلواک نظام لري، داسې چې خپل سیاسي، اقتصادی او فرهنګي لید لوری خپلو اسلامي او افغاني ګټو او ارزښتونو ته په کتو انتخابوي.

هو

همدا د یو خپلواک هېواد د اصلي او واقعي بچیانو پر مټو د نېکونو ور پاتې هغه دروند میراث دی، چې پالنه او حفاظت یې کله د سرونو نذرانه اوکله هم پوخ فکري تدبیر تضمینولي شي.

تړلي موضوعات