ماشومانو کې د قبض ستونزه... لاملونه، درملنه او طبيعي نرموونکي

ماشومانو کې د قبض ستونزه... لاملونه، درملنه او طبيعي نرموونکي طبي او روغتیايي

ډېری کوچنيان، په ځانګړي ډول هغه چې تازه د تشناب کارولو زده‌کړه کوي، له قبضيته کړېږي.

کوچنيان هغه مهال په قبض اخته کېږي، چې په زور يا سختۍ غټې بولې وکړي او يا يې بولې منظمې نه وي.

يوې اسټراليايي روغتيايي وېبپاڼې "Healthdirect" دې ته اشاره کړې، چې د کوچنيانو د کولمو طبيعي عادتونه سره توپیر لري. ځینې ماشومان هره ورځ، او ځینې نور هرو دوو يا درېيو ورځو کې يو ځل تشناب ته کښېني.

قبض هغه وخت رامنځته‌کېدای شي کله چې کوچني ته د مور شیدې پوره نه وي رسېدلې، یا د شیدو ترکیب د هغه له بدن سره مناسب نه وي. دا ستونزه د جامدو خوړو د پیل په وخت هم پیدا کېدی شي.

په عمومي ډول د ماشوم له لويېدو سره دا ستونزه ښه کېږي او د څلور کلنۍ په شاوخوا کې تشناب ته د کښېناستو عمليه يو منظم او ثابت حالت ته ځي.

ماشومان ښايي لاندې حالاتو کې په قبض اخته شي:

·       کله چې فايبر لرونکي خواړه کم خوري.

·       کله چې شيدې ډېرې څښي او جامد خواړه کم خوري.

·       کله چې کوچنی په داسې ناروغۍ اخته وي، چې د خوراک او څښاک اشتها يې کمه وي.

·       کله د ځينو ځانګړو درملو خوړو له امله هم دا ستونزه رامنځته کېږي، لکه د ټوخي ضد درمل.

د قبض درملنه څنګه وشي؟

په کور کې پاملرنه:

د وړو او لویو کوچنيانو لپاره اړينه ده چې د فایبر لرونکو خوړو مقدار په رژیم کې زیات شي.

کوچني ته باید د روغتیايي کولمو عادتونه وروښودل شي. دا کار د ګام اخيستو چوکۍ يا تشناب ته د ناستې لپاره د کوچنيانو د ځانګړي کمود په مرسته وشي، څو يقيني شي چې کوچنی په سم وضعيت کې ناست دی.

د شیدو ډول بدلول هم له شیدوخوړونکو کوچنيانو سره مرسته کولی شي.

د "medlineplus" وېب‌پاڼې له يوه مطلب سره سم د لاندې لارو چارو له لارې د کوچنيانو د ژوند طريقه کې بدلونونه د قبض مخنیوي کې ګټور تمامېدی شي:

·       کوچني ته د خوړو ترمنځ وختونو کې ډېرې اوبه یا طبيعي جوس ورکول. جوس د کولمو نرمولو کې مرسته کوي.

·       له دوو میاشتو پورته ماشومانو ته: د ورځې دوه ځله له ۲ تر ۴ اونسو (نږدې ۶۰ تر ۱۱۸ ملي لیتره) پورې د میوې ‌جوس لکه انګور، ناک، مڼه، گیلاس او... ورکول.

·       له څلورو میاشتو پورته ماشومانو ته: که ماشوم جامد خواړه شروع کړي وي، نو د ورځې دوه ځله باید لوړ فایبر لرونکي خواړه لکه مټر، لوبیا، زردالو، شفتالو، ناک او پالک ورکړل شي.

·       ځینې خواړه باید ور نه کړل شي، لکه پنېر، بازار کې چمتو شوي تيار خواړه، پروسس شوي خوراکونه، غوښې او کنګل شوي خواړه.

·       که کوچنی په قبض اخته شو؛ د تشناب کارولو زده‌کړه دې ودرول شي.

·       لوی ماشومان باید وهڅول شي چې له خوراک کولو وروسته سمدستي تشناب ته ولاړ شي.

درمل:

د فایبر لرونکو خوړو او مایعاتو تر څنګ ځینې درمل هم کوچنيانو کې د قبضيت په له منځه وړو کې مرسته کولی شي:

د غايطه موادو نرموونکي «لکه هغه چې ډاکوسيټ سوډيم» لري، دغه راز ځينې وختونه شمعه لرونکي درمل، نرم جلابونه او اليکټروليټي محلولونه هم کولی شي چې د کولمو فعاليت منظم کړي.

که دا يو شی هم ګټه و نه کړي، نو ښايي کوچني ته د ډاکټر له لوري ورکول شوې پېچکاري يا پياوړی مسهل ورکړل شي، څو قبضيت يې له منځه ولاړ شي.

تړلي موضوعات