زړو خلکو ته تر ټولو ګټورې شنې پاڼې کومې دي؟

زړو خلکو ته تر ټولو ګټورې شنې پاڼې کومې دي؟ طبي او روغتیايي

د خوړو يو روسي متخصص ډاکټر یفغیني ارزماستسیف څرګنده کړې ده، چې د ډېر عمر لرونکو کسانو لپاره تر ټولو ګټورې شنې پاڼې د دڼيا پاڼې دي، ځکه چې دا د وټامن C او K  ترڅنګ فایبـرونه هم لري.

ډاکټر یفغیني ارزماستسیف له (gazeta.ru) وېبپاڼې سره خبرو کې ويلي چې غذایي فایبرونه د کولمو په مایکروبیوم او د کولمو په حرکت (پیریسټالسیس) مثبت اغېز لري، هاضمه ښه کوي او د کولیسټرول کچه راټیټوي. دغه راز د دڼيا شنو پاڼو کې شته ویټامین C د معافیتي سیستم عادي فعالیت پیاوړی کوي.

نوموړي زياته کړې ده، چې ویټامین K وينه له پرنډ کېدو يا لخته کېدو ژغوري او د وینې د حجرو جوړولو او نوي کولو کې ونډه اخلي، چې دا د هغو ډېر عمر لرونکو وګړو لپاره مهمه ده، کوم چې د وینې لزوجت لري، یا برعکس، د وینې بهېدو مخنيوی یې ستونزمن وي.

ډاکټر سپارښتنه کوي چې هغه کسان چې د دڼيا پر وړاندې حساسیت لري يا يې له خوراک وروسته نه شي زغملی، یا هم د هاضمې سیستم یا د صفرايي غدو او مجراوو ناروغۍ لري، له دې پاڼو دې ډډه وکړي.

له بلې خوا، د تغذيې متخصص ډاکټر الکساندر سورجیک وايي چې د دڼيا شنې پاڼې، ژېړ لرګی، پالک، لوبیا، وچه مېوه، مغزي توکي او زڼي (خستې) د بندونو (مفصلونو) د روغتیا په ساتلو کې مرسته کوي.

تړلي موضوعات