د قطر لومړی وزیر: پر غزې د اسرائیلو بریدونه د سولې خبرو اترو ته د نه لېوالتیا په معنا ده
د قطر لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني ویلي، چې اسرائیلو د غزې په تړانګه کې د نورو وژونکو بریدونو په کولو سره د جوړجاړي هڅې له خنډ سره مخ کړې.
نوموړي دغه خبرې د غزې سولې نوي پړاو هڅو او قطر ته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ رسېدو سره په یوه ټلوېزیوني مرکه کې کړې دي.
الجزیرې ټلوېزیون وايي، نوموړی چې قطر کې د لومړي وزیر سربېره د بهرنیو چارو وزیر هم دی د خبرو په مهال ویلي، چې د اسرائیلو او سیمې هېوادونو ترمنځ د جګړې لامل د فلسطین او سوریې خاورې اشغالول دي.
راپور کې د نوموړي په حواله راغلي، چې د اسرائیلو هغه بیان چې له مخې به یې، پرته د جګړې له پای ته رسولو خبرې اترې کوي، یوې هوکړې ته د لېوالتیا نشتوالی تائیدوي.
نوموړي دغه څرګندونې داسې مهال کړي، چې اسرائیلو پر غزې د کلابندۍ سربېره جګړې ته زور ورکړی دی، چې په مهال یې یوازې تېره ورځ ۸۰ کسان شهیدان شوي.
غزه کې د اسرائیلو او حماس جهادی غورځنګ ترمنځ د دایمي اوربند او بندیانو خوشې کېدو ته د منځګړو له لوري هڅې وروسته له هغې یو ځل بیا پیل شوې چې حماس یو امریکايي اسرائیلی خوشې کړ.