شمالي وزیرستان کې پر پاکستاني پوځ چاودنه؛ ۱۶ وژل شوي او ۱۰ ټپیان دي

شمالي وزیرستان کې پر پاکستاني پوځ چاودنه؛ ۱۶ وژل شوي او ۱۰ ټپیان دي سیمه

د پاکستان ځايي امنیتي چارواکو خبر ورکړی، چې د خیبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان کې په پاکستاني پوځ چاودنه کې ۱۶ پوځیان وژل شوي دي.

یوه ځایي چارواکي AFP اژانس ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې په دې چاودنه کې د ۱۶  پوځیانو په وژل کېدو سربېره ۱۰ نور ټپیان هم دي.

یاد چارواکي زیاته کړې، چې بریدګر خپل له چاودېدونکو توکو ډک موټر د پوځ پر کاروان ور برابر کړی.

یاده دې وي چې خیبرپښتونخوا کې وخت نا وخت پاکستاني طالبان د پاکستاني پوځ کاروانونه او تاسیسات په نښه کوي، چې درنه مرګ ژوبله ورته اړوي.
عکس: مصنوعي ځیرکتیا (AI)

تړلي موضوعات