نړۍ وروستیو کلونو کې د افغانستان اقتصادي او بانکي سکټور د مثبتونو بدلونونو شاهده ده

نړۍ وروستیو کلونو کې د افغانستان اقتصادي او بانکي سکټور د مثبتونو بدلونونو شاهده ده سوداګرۍ او اقتصاد
انځور ارشیف

د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ ګډې خونې رئیس جیفري ګریکو د افغانستان بانک مرستیال صدیق الله خالد سره کتنه کې ويلي، د روان کال اګسټ میاشت کې د بانکي سکټور متقابلو اړیکو د پراخېدو په موخه کنفرانس جوړوي.

ګریکو دې کنفرانس کې د افغانستان بانک پلاوي ته د ګډون او وینا بلنه ورکړې.

نوموړي ویلي، نړۍ د تېرو دریو کلونو پرمهال د افغانستان اقتصادي او بانکي سکټورونو د مثبتو بدلونونو شاهده ده.

بل‌خوا د افغانستان بانک مرستیال ویلي، دغه بانک د هېواد اقتصادي ودې ته ژمن دی او دې برخه کې به هیڅ راز هڅې ونه سپموي.

نوموړي ويلي، د افغانستان بانکي سکټور متقابلو بانکي اړیکو کې پرمختګ کړی او د تېر کال پرتله د مالي تمویلاتو ورکړې برخه کې ۷۱ سلنه زیاتوالی ښيي او وروستۍ ربعه کې په بانکي سکټور کې د امانتونو کچه ۷.۹ میلیارده افغانۍ لوړه شوې. 

د یادونې ده، چې دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان خصوصي سکټور پیاوړتیا، سوداګرۍ ودې او متقابلو بانکي اړیکو برخه کې په ګډو همکاریو خبرې کړې دي.

تړلي موضوعات