افغانستان کې د پاکستان ضد ډلو فعالیت ادعا ناسمه ده
د افغانستان اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت افغانستان کې د پاکستان ضد ډلو فعالیت په اړه د پاکستاني پوځ مشر ادعا ناسمه بللې.
ملا حمدالله فطرت ویلي، له افغانستانه هېڅ هېواد ته ګواښ نشته او نه هم افغان حکومت د سیمې ځانګړې توګه ګاونډیو پر ضد د افغان خاورې د کارونې اجازه ورکوي.
ښاغلي فطرت ویلي، اسلامي امارت له هند او پاکستان سره ښې اړیکې غواړي او د هېوادونو ترمنځ په بې پرې سیاست باور لري.
نوموړي زیاته کړې، افغانستان ته له پاکستان سره اړیکې مهمې دي او هند سره هم اړیکې د ګټو په اساس دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستاني پوځ مشر عاصم منیر ادعا کړې، چې د هند په ملاتړ ډلې د افغانستان له خاورې د پاکستان ضد فعالیت کوي.