د امریکا پر یوه ښوونځي وسلوال برید؛ څلور تنه زده کوونکي ټپیان شوي
د امریکا ټګزاس ایالت اړوند ډالاس ښار کې پر یوه ښوونځي وسلوال برید کې څلور تنه زده کوونکي ټپیان شوي دي.
اې بي سي نیوز د راپور په بنسټ، پېښه پرون سه شنبه د ویلمر- هاچینز لېسه کې را منځته شوې.
سیمه ییزو چارواکو ویلي، شکمن کس یې له ډزو وروسته نیولی دی.
راپور کې د معلوماتو په اساس راغلي، ډزې د زده کوونکو ترمنځ د تاوتریخوالي له امله را منځته شوې دي.
امریکايي رسنیو ویلي، ټپیان چې له پېښې وروسته روغتونونو ته وړل شوي عمرونه یې د ۱۵ او ۱۸ کلونو ترمنځ دي.
یاده دې وي، چې په دې وروستیو کې د امریکا په ګڼو ایالتونو کې وسلوالې پېښې زیاته شوې، چې امریکايي وګړي یې ډېر اندېښمن کړي دي.