امریکا له سوریې د خپلو ځواکونو د وتلو نېټه په ډاګه کړه
وای نېټ اسرائیلي رسنۍ ویلي، له سوریې د امریکايي ځواکونو وتلو څرک یې په هغه ناسته کې لیدلی چې د نتنیاهو او ټرمپ تر منځ وه.
د سرچېنې په خبره، امریکا اسرائیلو ته ویلي، چې په راتلونکو دوو میاشتو کې به له سوریې څخه د ځواکونو وتل پیل کړي.
اسرائیلو همدې خبر ته په غبرګون خبرداری ورکړی، چې دغه اقدام به سوریه کې د ترکیې نفوذ زیاتېدو سربېره د ستراتيژیکو شمتنیو لاسته راوړلو ته زمینه برابره کړي.
امریکا په تېر ډسمبر میاشت کې ویلي و، چې شاوخوا ۲ زره سرتېري یې په سوریه کې دي.
یاده دې وي، چې امریکا کې له ولسمشریزو ټاکنو وړاندې د ټرمپ ملاتړو هم له سوریې د ځواکونو پر وتلو ټینګار درلود.