فرانسه کې پر زده کوونکو برید؛ څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د فرانسې لویدیځ لوري نانټس ښار کې یو ۱۵ کلن هلک په خپلو ټولګیوالو د چړې وارونه کړي، چې له امله یې یوه نجلۍ مړه او درې تنه نور ټپیان شوي.
د پولیسو یوه ویاند رویټرز خبري اژانس ته ویلي، پېښه پرون پنجشنبه د نوټر ډېم کاتولیک لېسه کې رامنځ ته شوې او د یو تن ټپ چې ژور دی له امله یې روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی.
د سرچینې په خبره، بریدګر د ښوونکو له لوري د تېښتې په مهال نیول شوی او امنیتي ځواکونو ورته د پېښې لامل نه دی روښانه کړی.
یاده دې وي، چې په دې وروستیو کې د امریکا په ګډون په اروپايي هېوادونو کې د چړو بریدونه او وسلوالې پېښې زیاتې شوې چې له امله یې خلک اندېښمن دي.