اسلامي امارت د غويي ۷ مه غندلې او اتمه یې د ازادۍ ورځ بللې
د افغانستان اسلامي امارت د غویي اوومې او اتمې تاریخي ورځو په رارسېدو ویلي، اسلامي امارت د هېواد د خپلواکۍ اعادې، یووالي راوستلو، د ګډوډیو له منځه وړلو او شرعي نظام د نفاذ لپاره تاسیس شوی و، چې هغې موخې ته رسېدلی دی.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت ویلي، اوس د دې وخت دی چې له نظام څخه ساتنه وشي او د یو باثباته په اسلامي نظام مزین افغانستان د دوام لپاره باید ټول افغانان سره یو موټی شي.
ښاغلي فطرت زیاته کړې، اسلامي امارت د غويي یا ثور ۷مه د افغانستان پر حریم د کمونېستي تاړاک کودتا غندي او د ثور ۸مه بیا د خپل هېواد د ازادۍ او ویاړ تاریخي ورځ د الله تعالی لوی نعمت بولي.
په دې اړه اعلامیه کې ویل شوي، چې له نن څخه ۴۷ کاله وړاندې د ثور په اوومه د ۱۳۵۷ کال د کمونیزم لښکرو د وخت حکومت پر ضد نظامي کودتا وکړه او د یو مسلمان ملت پر حریم د کمونېستي تېري لپاره زمینه برابره شوه.
اعلامیه زیاتوي، افغان مجاهد ولس په تش لاس د شوروي استعمار خوب رښتیا کېدو ته پرېنښود، چې د افغانستان خاوره خپله مستعمره کړي، ۱۴کاله یې مبارزه وکړه او ۱۳۷۱ د ثور په ۸مه یې خپله ازادي ترلاسه کړه.
اعلامیه کې همداراز راغلي، چې هغه مهال د افغانستان مظلوم او ځورېدلي خلک خوښ وو، چې د خپل ۱۴ کلن جهاد ثمره يې تر لاسه کړه او نور به په وطن کې د ازادۍ، ارامۍ او د خپلې خوښې شرعي نظام تر سيورې لاندې ژوند ته پرېښودل شي، خو څو قدرت تږيو يې يو ځل بيا سپېڅلي ارمانونه د تنظیمي جګړو او خپل منځي اختلافاتو په اور کې لولپه کړل.