د ا.ا.ا زعیم: د شریعت په مقابل کې د چا مراعت مه کوئ، په شریعت کې د الله تعالی رضا ده

د ا.ا.ا زعیم: د شریعت په مقابل کې د چا مراعت مه کوئ،  په شریعت کې د الله تعالی رضا ده افغانستان

د اسلامي امارت مشرتابه د کابل ولایت د ملکي او نظامي ادارو د مسؤلینو ګډ یو ورځني روزنیز او اصلاحي سیمینار کې ګډون او وینا کړې.

دې سیمینار کې د اسلامي امارت زعیم مسؤلینو ته ویلي، کله چې مو خپل مسؤلیت په اطاعت او د شریعت د اصولو مطابق ترسره کړو، نو الله تعالی به مو همېشه نصرت وکړي او هیڅکله به ناکامه نه شئ.

د ا.ا مشرتابه مسؤلینو ته همداراز ویلي، د الله تعالی په لاره کې د هيڅ راز سختۍ څخه مه وېرېږئ، د شریعت په مقابل کې د چا مراعت مه کوئ، په شریعت کې د الله تعالی رضا ده.

نوموړي د سیمینار ګډونوالو ته وینا کې زیاته کړې، د دښمن په تبلیغاتو تېر نه وځئ، دښمن غواړي چې د خپلو تبلیغاتو له لارې په تاسو کې بې اتفاقي او اختلاف رامنځته کړي، تاسو شل کاله د دښمن خلاف جهاد وکړ اوس به تاسو د دښمن د تبلیغاتو پر وړاندې مقابله کوئ.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت ویلي، چې دې سیمینار کې د کابل ولایت والي، د استخبارتو رئیس، د کابل د ملکي ادارو رئیسانو، د محاکمو مسؤلینو، د ولسوالیو ولسوالانو، د حوزو آمرینو او د کابل ولایت د استخباراتو مسؤلینو برخه اخیستې وه.

تړلي موضوعات