کابل کې د شرابو یوه کارخونه له منځه یوړل شوه
د کابل امنیه قومندانۍ اړوند د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو پرون د شرابو یوه کارخونه کشف او له منځه وړې او په دې تړاو یې ۶ کسان نیولي دي.
د یادې قومندانۍ لخوا خپور شوي خبر کې راغلي، کشف شوې کارخونه د کابل ښار په لسمه حوزه کې د یوه کشفي عملیاتو له لارې له منځه وړل شوې.
د یادې قومندانۍ د نشه يي توکو پر ضد مبارزې مدیر مولوي عبدالباري محمدي وايي، په دې کارخونه کې ۴۹ لېټره شراب، د شرابو جوړېدونکي ۱۱ بوشکې تخمر کشمش هم نیول شوي دي.
نوموړی په دې اړه زیاتوي، په نیول شویو کسانو کې درې یې نارینه او درې تنه ښځینه دي چې له تحقیقاتو وروسته یې په خپل جرم اعتراف هم کړی دی.
چارواکي وايي، له نشه یي توکو سره د مبارزې پر وړاندې په تېرو نږدې څلورو کلونو کې کلکه مبارزه شوې او له قاچاق کوونکو، تولیدونکو او کاروونکو سره یې قانوني چلند کیږي.