اهل تشیع علماء: د لوېدیځ اشغال افغانستان له ګڼو ناخوالو سره مخ کړی

اهل تشیع علماء: د لوېدیځ اشغال افغانستان له ګڼو ناخوالو سره مخ کړی افغانستان
اهل تشیع علماوو سره د کډوالو چارو وزیر کتنه

د اهل تشیع یو شمېر علماء وایي، تېرو دوو لسیزو کې د لوېدیځ اشغال افغانستان له ګڼو ننګونو سره مخ کړی، چې افغانان باید د دې ستونزو حل او د افغانستان ابادولو لپاره لاس په کار او خپل مسئولیت ادا کړي.

دغو اهل تشیع علماوو دغه څرګندونې د کډوالو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر سره کتنه کې کړې دي.

دوی ویلي، د افغانانو دښمنان هڅه کوي د منفي تبلیغاتو له لارې د هېواد روان وضعیت ناسم وښيي او داخلي اختلافاتو ته لمن ووهي.

بلخوا د کډوالو چارو وزیر ټینګار کړی، چې اسلامي امارت تل د خلکو غږ اورېدلی او د ټولنې ټولو قشرونو په ځانګړي ډول اهل تشیع ستونزو حل برخه کې یې لازم اجرات کړي دي.

تړلي موضوعات