د کابل- جلال اباد لویه لاره په بشپړ ډول د ترافیکو پر مخ پرانېستل شوه

د کابل- جلال اباد لویه لاره په بشپړ ډول د ترافیکو پر مخ پرانېستل شوه افغانستان
ارشیف

ټولګټو چارو وزارت وايي، د کابل- جلال‌اباد لويه لاره پرون شپږ بجې د دغه وزارت د مربوطه پرسونل د هڅو په پایله کې په بشپړ ډول د ترافیکو پرمخ پرانېستل شوه.

 دغه لاره تېره پنجشنبه ماسپښين شاوخوا ۴ بجې د کابل دروازې په درې کیلومترۍ کې د تنگي غارو په سیمه کې د غر ښوېیدنې له امله تړل شوې وه.

 د یاد وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس همدا راز د بدخشان ولايت د فيض آباد-بهارک ولسوالۍ مسير، چې تېره جمعه د شديدو سېلابونو له امله په ۳۰ بېلابېلو نقطو کې د ترافيکو پرمخ تړل شوی وه، د پاک کارۍ روانو چارو خبر هم تایید کړی.

 نوموړی وايي، د فيض اباد-بهارک ولسوالۍ مسير څخه تلونکي وسايط کولای شي، چې په يادو سيمو کې د بديل مسير څخه تګ راتګ وکړي.

 یاده دې وي، چې هېواد کې د طبیعي پېښو له امله زیانمنو ته د خدماتو رسېدنې په موخه په دې وروستیو کې د اړوندو ادارو له لوري هڅې ګړندۍ شوې خو د زیان ګراف لوړېدو مخنیوي لپاره عام خلک د لا هڅو پر چټکوالي ټینګار لري.

تړلي موضوعات