د کابینې پرېکړه؛ د احصايې او معلوماتو ملي اداره دې د سرشمېرنې طرحه چمتو کړي

د کابینې پرېکړه؛ د احصايې او معلوماتو ملي اداره دې د سرشمېرنې طرحه چمتو کړي افغانستان
د افغانستان اسلامي امارت د کابینې شلمه ناسته

د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء په مشرۍ د کابینې شلمه ناسته کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې رئیس په مشرۍ پلاوي ته دنده سپارل شوې، چې د هېواد د وګړیو نفوس شمېرنې په اړه دې د جوړې شوې طرحې ټول اړخونه وڅېړي او راتلونکې ناستې ته دې وړاندې کړي.

همداراز د کابینې ناسته کې د کور او ښار جوړولو وزارت ته دنده سپارل شوې، چې د تعمیراتي کارونو د نقشو او ویزو اړوند برخه کې چټکتیا رامنځته کړي.

د کابینې شلمه ناسته کې په مهمو اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو هم بحث او پرېکړې شوې دي.

کابینه داسې مهال د هېواد د وګړیو سر شمېرنې په اړه پرېکړه کوي، چې تر دې وړاندې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد نفوس ۳۵.۷ میلیونه وګړي اعلان کړي وو.

تړلي موضوعات