چین د افغانستان انرژي پراختیایي پروژو پلي کولو کې همکاري زیاتوي
کابل کې د چین سفیر ژاوشینګ د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور سره د اوبو او انرژي په پروژو کې د همکاریو د دوام او پراختیا خبرې کړې دي.
د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی، چې دې کتنه کې دواړو لوریو د کاپیسا باغدرې برېښنا بند، د بامیان ۲۰مېګاواټه لمریزې برېښنا او د افغانستان نورو ولایتونو کې د لمریزې برېښنا پروژو په پلي کولو هم خبر کړې دي.
د چین سفیر دې کتنه کې په افغانستان کې د انرژي پراختیایي پروژو پلي کولو کې د همکارۍ زیاتېدو ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، د بامیان ولایت لمریزې برېښنا پروژې د پلي کولو لپاره ټول اړین چمتووالی بشپړ کړی او نږدې وخت کې به پرانېستل شي.
بلخوا د اوبو او انرژۍ وزیر هم د همکاریو په پراختیا او دوام ټینګار کړی نوموړي روزګان او پکتیا ولایتونو کې د ۱۰ او ۵ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژو په پلي کولو د چین د همکارۍ غوښتنه کړې.
د یادونې ده، چې دا مهال د باغدرې بند د جیوتخنیک او جیو فزیک مطالعاتو چارې هم د یوه چینایي شرکت له لوري دوام لري.