د پاسپورټ عمومي رئیس: د پاسپورټ غوښتونکو اسناد په یوه ورځ کې طی مراحل کیږي

د پاسپورټ عمومي رئیس: د پاسپورټ غوښتونکو اسناد په یوه ورځ کې طی مراحل کیږي افغانستان
انځور حریت راډیو

د پاسپورټ عمومي رئیس مولوي عبدالکریم حسیب کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي، د نوي وسایلو په پېرلو سره د پاسپورټ غوښتونکو اسناد په یوه ورځ کې طی مراحل کیږي.

ښاغلي حسیب ویلي، یاد ریاست هڅه کوي چې د پاسپورټ متقاضیانو غوښتنو د رسېدنې ظرفیت نور هم لوړ کړي او اوس کولی شي په ورځ کې تر ۵۰زرو پاسپورټونه توزیع کړي.

نوموړي ویلي، د ریاست لپاره د حکومت له لوري نوي وسایل پېرل شوي، چې تر راتلونکو ۱۰۰کلونو به د هېوادوالو ستونزې حل کړي.

د یادونې ده، چې د پاسپورټ اخېستنه هېواد کې په یوې لویې ستونزې بدله شوې وه، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د نویو وسایلو په پېرلو او د یاد ریاست کارکوونکو ظرفیت لوړېدو سره د پاسپورټ ترلاسه کولو ستونزه په بشپړ ډول حل شوې.

تړلي موضوعات