دفاع وزارت دوه نورې چورلکې ترمیم او فعالې کړې

دفاع وزارت دوه نورې چورلکې ترمیم او فعالې کړې افغانستان
د ملي دفاع وزارت انجنیري ټیم له لوري تازه رغول شوې چورلکي

د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د هوایي ځواک عمومي قومندانۍ اوړند د انجنیري ټیم په هڅو یې دوه امریکایي بلک هاک او اېم ای ۱۷ ډوله روسي چورلکه ترمیم او پرواز ته چمتو کړې.

 یاد وزارت ویلي، دغه چورلکې د تېرې ادارې پر مهال تخریب او له کاره لوېدلې وې.

 د یادونې ده، چې د اسلامي امارت له لوري ګڼ شمېر هغه بېلابېل ډوله الوتکې او چورلکې بیا ترمیم او رغېدلې دي، چې له افغانستان څخه د امریکایي پوځیانو د وتلو پر مهال ویجاړې شوې وې.

تړلي موضوعات