افغان او قطري چارواکو د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې پر پیاوړتیا خبرې کړې

افغان او قطري چارواکو د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې پر پیاوړتیا خبرې کړې افغانستان
د نشه يي پر وړاندې د مبارزې برخه کې د افغان او قطري چارواکو کتنه

د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معین په مشري افغان پلاوي قطري چارواکو سره کتلي.

د کورنیو چارو وزارت ویلي، دې کتنه کې ملا عبدالحق اخوند همکار د قطر کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې عمومي ادارې له مشر طارد علي او نورو چارواکو سره د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې کنټرول او مخنیوي ترڅنګ د روږدو درملنې او نورو اړوند مسایلو بحثونه کړي.

د یاد وزارت د خبر له مخې دواړو لوریو د دې پدیدې د مخنیوي او کنټرول لپاره د لا زیاتو همکاریو او ګډو هڅو ترڅنګ د پولیسو مسلکي روزنې برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د کورنیو چارو وزارت له نشه یې توکو سره د مبارزې معین په مشرۍ پلاوي دوه ورځې وړاندې قطر ته په سفر تللی، چې له قطري چارواکو سره د نشه یي توکو د کنټرول برخه کې د ګډو هڅو پر اساس د همکاريو په پراختیا خبرې وکړي.

تړلي موضوعات