تېره میاشت څه باندې ۱۰۰ ټانکره بې کیفیته تېل بېرته ګرځول شوي
د مالیې وزارت د نفتي توکو د کیفیت او څارنې ریاست وايي، په تېره وري یا حمل میاشت کې یې د هېواد له یو شمېر ګمرکونو ۱۰۴ ټانکره بې کیفیته تېل بېرته ګرځولي دي.
مالیې وزارت ددغه ریاست له ادرسه لیکلي، چې مسترد شويو ټانکرو له ډلې ۷۳ ټانکره ډیزل د فراه ابونصر فراهي له ګمرک او ۲۶ ټانکر ډیزل او ۵ ټانکره پيټرول بیا د نیمروز له ګمرک څخه بېرته ګرځول شوي دي.
د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ وروسته د هېواد په لویو ګمرکونو سربیره په لویو ښارونو او ان هټیو کې هم د بې کیفیته او تاریخ تیرو توکو پر ضد هڅې تر بل هر وخت چټکې شوي چې هېوادوال یې د یو ژمن او بامسولیته نظام کړنه په ګوته کوي.