د پاکستان له زندانونو ۱۲۲ افغانان راخوشې شول

د پاکستان له زندانونو ۱۲۲ افغانان راخوشې شول افغانستان
انځور ارشیف

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، دا ۱۲۲ کسان په تیرو دوو ورځو کې د پاکستان له بېلا بېلو زندانونو راخوشي او هېواد ته راستانه شوي دي.

یاد وزارت د کندهار سپين بولدک سرحدي امریت له قوله خبر ورکړی، راخوشې شوي کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو، چې له یوې تر درېیو ورځو پورې په بند خونو کې ساتل کېدل.

یاد کسان د مرستو ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.

د یادونې ده، چې د اسلامي امارت په هڅو په زرګونو هغه افغانان چې د قانوني اسنادو نه درلودو په پلمه نیول شوي و د پاکستان له بېلا بېلو زندانونو راخوشي او هېواد ته راستانه شوي دي.

تړلي موضوعات