اسلامي امارت:پر افغانستان د هند توغندیز برید اوازې ناسمې دي
د افغانستان دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي حریت راډیو سره خبرو کې د افغانستان په خاوره د هند توغندیز برید په اړه د پاکستان ادعا په کلکه رد کړه.
ښاغلي خوارزمي ویلي، داسې کوم څه حقیقت نه لري.
تر دې وړاندې د پاکستان پوځي چارواکو ادعا وکړه، چې پر پاکستان د هند توغندیز بریدونو کې د افغانستان خاوره هم په نښه شوې.
په ورته مهال د هند بهرنیو چارو وزارت هم د دې ادعا په ردولو ویلي، د افغانستان خلک اوس خپل دوست او دښمن ښه پېژني او په دې پوهېږي چې د افغانستان خاوره په وار وار د کوم هېواد له لوري نقض شوې ده.