فراه او هرات کې ۲۲۰ ټنه بې کیفیته درمل او خوراکي توکي وسوځول شول
عامې روغتیا وزارت نن شنبه په فراه او هرات ولایتونو کې د دغه وزارت اړوند د خوړو او درملو آمریتونو لخوا د راټول شویو ۲۲۰ ټنو بې کیفیته درملو، خوراکي او غیر خوراکي توکو د له منځه وړلو خبر ورکړی دی.
یاد وزارت وايي، د سوځېدلو توکو له ډلې ۷۰ ټنه، چې ۳۰ یې درمل او ۴۰ ټنه یې خوراکي توکي دي په فراه ولایت کې سوځولي او زیاته کړې ده، چې د غه توکي د فراه ولایت په مرکز کې د یاد آمریت لخوا شپږو میاشتو کې د نظارت په مهال راټول شوي وو.
سرچینې زیاته کړې، چې له ټولټال سوځېدلو توکو له ډلې۱۵۰ ټنه یې بیا د هرات ولایت صنعتي ښارګوټي له هټیو او درملتونونو څخه د لس میاشتني نظارت په ترڅ کې راټول کړي و.
د یاد وزارت د معلوماتو په بنسټ، فراه او هرات ولایتونو کې راټول شوي دغه توکي چې له نېټې تېر او کیفیت یې د منلو وړ نه و، سوځولي دي.
هېره دې نه وي، چې په تېرو نږدې څلورو کلونو کې د پخوا په پرتله په ټول هېواد کې د بې کیفیته او تاریخ تېرو توکو باندې د اړوندو ادارو لخوا کلکه څارنه ترسره کیږي، چې په مهال یې هېوادوال د اسلامي امارت له دغو هڅو خوښي څرګندوي.