اسلامي امارت هېواد کې څه باندې ۲۶۰۰ لویې او وړې شخړې حل کړي

اسلامي امارت هېواد کې څه باندې ۲۶۰۰ لویې او وړې شخړې حل کړي افغانستان
هېواد کې د قومي شخړو حل

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت افغانستان کې د اسلامي امارت په راتګ سره په ۳۴ ولایتونو کې د قومي جرګو له لارې د ۱۲۰۰ لویو او ۱۴۵۰ وړو شخړو د حل خبر ورکړی دی.

د یاد وزارت ویاند مفتي تسلیم الله حقاني له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، دغه ۲۶۵۰ لویې او وړې شخړې د دیني عالمانو، قومي مشرانو او مخورو په ګډو هڅو په ټول هېواد کې حل شوې دي.

نوموړی وايي، حل شوې شخړې چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د یو شمېر موضوعاتو له امله د هېوادوالو ترمنځ رامنځته شوې وې، خلکو ته یې مالي او ځاني زیان اړولی او زیاتوي، چې یاد وزارت همکارو ادارو سره په همغږۍ د هېواد په لرې پرتو سیمو کې د خلکو د ژوند ښه والي او یووالي پیاوړتیا په موخه تر ۱۰۰۰ زیاتې پروژې پلې کړې دي.

یاده دې وي، چې اسلامي امارت بیا واکمنېدو سره هېواد کې د قومونو او کورنیو ترمنځ راپورته شوې هغه شخړې چې تر دې وړاندې یې له امله د خلکو ژوند له سختو ستونزو سره مخ و حل کړې دي او افغانانو یې پراخ هرکلی کړی دی.

تړلي موضوعات