اقتصادي مرستیال: قراردادي شرکت دې د مس عینک کارونو د پیل پر وړاندې خنډونه ژر هوار کړي
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د مس عینک قراردادي شرکت له عمومي رئیس سره کتنه کې ویلي، قراردادي شرکت دې د یادې پروژې ساختماني چارې ژر تر ژره پیل کړي.
اقتصادي معاونیت ویلي، دې کتنه ښاغلي برادر له قراردادي شرکت غوښتي، هغه ستونزې دې ژر هوارې کړي چې د مس عینک پروژې پر وړاندې د ځنډ لامل ګرځي.
نوموړي مس عینک مهمه اقتصادي پروژه بللې په خبره یې، اسلامي امارت یاد شرکت ته ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
بلخوا د مس عینک پروژې قراردادي شرکت رئیس وانګ جي چینګ ویلي، د دې پروژې په اړه زیات پرمختګونه شوي او چمتو دي، چې کانونو او پټرولیم وزارت سره په همغږۍ دغه پروژه پر مخ بوځي.
یاده دې وي، چې د مس عینک پروژې چارې تېر کال د چین ام سي سي شرکت له لوري پیل شوې.