کام انرژۍ شرکت د ۵۰۰ مېګاواټه برېښنا تولید کې پانګونې ته لېوالتیا لري

کام انرژۍ شرکت د ۵۰۰ مېګاواټه برېښنا تولید کې پانګونې ته لېوالتیا لري افغانستان
د کام شرکت مشر د برېښنا شرکت رئیس سره کتنه کې د برېښنا پر تولید پانګونې خبرې کړې

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ډاکټر عبدالباري عمر د کام انرژۍ شرکت مسؤل زمري کامګار سره ناسته کې د برېښنا انرژۍ پر فرصتونو خبرې وکړې.

ناسته کې کامګار ویلي، چې دوی د کام ایر هوايي شرکت سربېره ګڼو نورو برخو کې له بهرنیو پانګوالو سره ګډې پانګونې کړې او غواړي د ۵۰۰ مېګاواټه برېښنا تولید برخه کې پانګونه وکړي.

د یادونې ده، چې له تېرو نږدې اتو میاشتو راهیسې هېواد کې د برېښنا تولید او شبکو پراختیا لویو پروژو برخه کې پانګونې ته د نړېوالو او ملي پانګوالو لېوالتیا زیاته شوې او یادو برخو کې د یو شمېر پروژو چارې هم پیل شوې دي.

تړلي موضوعات