پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو حل په اړه خبرې وشوې

پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو حل په اړه خبرې وشوې افغانستان
د کډوالو چارو وزیر بلوچستان کې افغان کونسل سره کتلي

د کډوالو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د بلوچستان کویټه ښار کې له افغان کونسل مولوي ګل حسن سره کتلي دي.

ناسته کې ښاغلي ګل حسن د بلوچستان ایالت کې له افغان کډوالو سره د پاکستان نورو ایالتونو په پرتله د ناسم چلند پېښو کموالی تائید کړی دی.

کډوالو چارو وزارت وايي، ناسته کې په بلوچستان کې د افغان مهاجرینو د ستونزو د حل، د اړونده ادارو ترمنځ د همغږۍ په زیاتوالي او نورو موضوعاتو بحثونه وشول.

د کډوالو چارو وزیر پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزو رسېدو په برخه کې د افغان سفارت او کونسلګریو د مسؤلینو هڅې وستایلې او یادونه یې کړې، چې له هرې ممکنه لارې دې د کډوالو ستونزو د حل لپاره اقدام وشي.

تړلي موضوعات