د ځمکو د غضب مخنیوي کمېسیون: تر دې مهاله یې ټول هېواد کې ۳.۹میلیونه جریبه ځمکه استرداد کړې

د ځمکو د غضب مخنیوي کمېسیون: تر دې مهاله یې ټول هېواد کې ۳.۹میلیونه جریبه ځمکه استرداد کړې افغانستان
د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون

د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ویلي، د فعالیت له پیله تر دې دمه یې څه باندې ۱۲.۷میلیونه جریبه ځمکه ثبت او د دولتي ملکیت په توګه ساتلې ده.

 یاد کمېسیون مسئولینو د یو خبري کنفرانس پر مهال ویلي، د کمېسیون د فعالیت له پیله تر دې دمه ۴۹.۷ میلیونه جریبه ځمکه تشخیص شوې، چې له دې ډلې یې ۳.۹ میلیونه جریبه استرداد شوې.

 د ځمکو عضب مخنیوي کمېسیون مسئولینو همداراز ویلي، یوازې کابل کې یې ۶۶زره جریبه غصب شوې دولتي ځمکه بیرته راګرځولې ده.

 دوی ویلي، چې د ځمکو مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون په وزارت بدلېږي.

تړلي موضوعات