نږدې وخت کې به د غصب شویو ځمکو د استرداد وزارت جوړ شي

نږدې وخت کې به د غصب شویو ځمکو د استرداد وزارت جوړ شي افغانستان
د ځمکو د استرداد وزارت جوړېږي

د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون مسئولینو ویلي، دغه کمېسیون به په نږدې راتلونکي کې په وزارت بدل شي.

د یاد کمېسیون د مسئولینو په خبره، نوی وزارت به د اراضي چارو او امارتي غصب شویو ځمکو د استرداد وزارت په نوم وي، چې د اراضي اداره او امارتي قضایاوو ادارې به هم ورسره مدغمې شي.

د دوی په خبره، نوی جوړېدونکی وزارت به د ځمکو غصب مخنیوي او استرداد چارو ترڅنګ د هېواد ټولې ځمکې تر څېړنې وروسته تثبیت او کاردستر کړي.

د یادونې ده، چې د دغه وزارت کارونه تر ۹۰ سلنه زیات بشپړ شوي او اوس مهال یې په قوانینو او کړنلارو جوړولو کار روان دی.

تړلي موضوعات