د امربالمعروف وزارت: د خواله رسنیو هغه کاروونکي څاري چې د ټولنیزو افکارو د تخریب لپاره کار کوي
د امر بالمعروف، نهی عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت خبر ورکړی، چې له ټولنیزو رسنیو نامشروع او غیري اخلاقي استفاده جرم ده او کاروونکي به یې تر قانوني تعقیب لاندې ونیول شي.
د یاد وزارت ویاند مولوي سیف الاسلام خیبر ویلي، ټولنیزې رسنۍ باید د کره خبرونو خپرولو دیني او عصري علومو ترویج، د اسلامي امت یووالي او متقابل درناوي لپاره وکارول شي نه د تعصب، فکري تحریف، سپکاوي او اخلاقي انحرافاتو لپاره.
ښاغلي خیبر زیاته کړې، هیڅ فرد او بنسټ ته اجازه نشته، چې خواله رسنۍ د ناسمو او غیري اخلاقي موخو لپاره وکاروي.
نوموړي زیاته کړې، امربالمعروف وزارت د خپلو صلاحیتونو په رڼا کې ټولې هغه شبکې، پاڼې او ادرسونه څاري، چې د ټولنیز روان د تخریب هڅې کوي.
یاد وزارت له ټولو هېوادوالو په ځانګړي ډول له مسافرو جدي غوښتنه کړې، چې رسنۍ د اسلام د دفاع، ملي یووالي ټینګښت او اخلاقي ارزښتونو د پالنې په موخه وکاروي.
دغه څرکندونې داسې مهال مطرح کیږي، چې تر دې وړاندې یو شمېر هېوادوالو ټولنیزو رسنیو کې د قومونو ترمنځ د کرکې خپرولو او تعصب نیوکه کړې او له حکومت یې غوښتنه کړې چې د مهار لپاره یې جدي اقدام وکړي.