د کابل والي: د مشرتابه له لوري فرمانونو عملي کول د اسلامي نظام پایښت تضمینوي
د کابل ولايت مقام رسنیز دفتر نن یکشنبه ویلي، د یاد ولایت والي ملا امین الله عبید په مشرۍ د فرمانونو او احکامو د تعقیب او نظارت کمېټې غونډه کې ویلي، چې د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د فرمانونو تطبیق، نه یوازې د اسلامي نظام پایښت تضمینوي، بلکې د اطاعت روحيه پیاوړې کوي او د نظام مثبت انځور انعکاسوي.
غونډه کې د کابل والي د اسلامي امارت زعیم د فرمانونو او احکامو پر هر اړخیز او دقیق تطبیق ټینګار وکړ او له ټولو ادارو یې غوښتي، چې د لا زیاتې همغږۍ له لارې هغه خنډونه لرې کړي، چې د احکامو د تطبیق پر وړاندې خنډ ګرځي.
نوموړي د غونډې په ترڅ کې ویلي، چې د امارتي ادارو له لوري باید مراجعینو ته لازمې آسانتیاوې برابرې شي.
یاده دې وي، چې هېواد کې د اسلامي امارت بیا واکمنېدو سره د اسلامي امارت د مشرتابه لوري صادر شوي فرمانونو له عملي کېدو سره سم ټولنه کې ګڼې هغه ستونزې حل شوې چې له امله یې تر دې وړاندې افغانان ورسره لاس او ګرېوان وو.