افغان پلاوی د انرژي پنځم نړېوال کنفرانس کې د ګډون لپاره ازبکستان ته لاړ
د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور په مشرۍ د افغانستان پلاوی د انرژي پنځم نړېوال کنفرانس کې د ګډون لپاره د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته روان شو.
د اوبو او انرژۍ وزارت د خبر له مخې، د «دوامداره انرژي لپاره د سیمه ییزې همکارۍ» په نوم دغه کنفرانس به د روانې مۍ میاشتې له ۱۳مې تر ۱۵مې نېټې دوام وکړي.
د معلوماتو له مخې دغه کنفرانس کې د افغان پلاوي ګډون به د او بیزو او انرژي پروژو کې له ازبکستان سره د دوو اړخیزو همکاریو د پراختیا، د انرژي سرچینو برخه کې د سیمه ییزو هېوادونو له تجربو ګټه اخېستنه او په افغانستان کې د انرژي برخه کې د بهرنۍ پانګونې د جذب لامل شي.
دغه کنفرانس د انرژي په برخه کې د سیمه ییزې همکاري ستراتیژیو، پرمختللې انرژي بازار رامنځته کولو او شنه اقتصاد ته لېږد په هکله نظرونه تبادله شي.
د یادونې وړ ده، دغه کنفرانس د ازبکستان، قزاقستان، ترکمنستان، روسیې او د سیمې د نورو هېوادونو او نړېوالو سازمانونو لکه دنړېوال اټومي انرژي آژانس او نړیوال بانک د استازو په ګډون ترسره کېږي.