د پاکستان ځانګړی استازی: د تورخم بندر کې به را ټوکېدلې ټولې ستونزې حل کړي
دتورخم کمیسار ملا عبدالجبار حکمت د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان سره د سوداګرو، ناروغانو، مسافرو ستونزو او دوه اړخیزو اړیکو په ښه والي خبرې کړې دي.
د تورخم کمیسار په یوه غږیز پیغام کې ویلي، دې کتنه کې یې له پاکستاني لوري غوښتي، چې د تورخم له لارې د سوداګریزو لاریو د تېرېدو، د بېړنیو ناروغانو د تګ راتګ اسانتیاوو، د ډیورنډ فرضي کرښې اوږدو کې د احتمالي تاوتریخوالي مخنیوي او د افغان مسافرو لپاره د لازمو اسانتیاوو برابرولو سربېره موجوده ستونزو ته رسېدنه وکړي.
د ښاغلي حکمت په خبره، صادق دې کتنه کې ژمنه کړې، چې مطرح شویو ستونزو ته د رسېدنې لپاره به لازم اقدامات تر لاس لاندې نیسي.
د یادونې ده، چې د پاکستان له لوري د تورخم دروازې په تړل کېدو سره د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو سوداګرو او مسافرو ته ستونزې زېږولې چې ولسونو یې د دواړو هېوادونو له چارواکو د حل غوښتنه کوي.