بي بي سي: کینیا د تېرې ادارې ولسي جرګې مرستیال امریکا ته سپاري
بي بي سي پښتو خبر ورکړی، چې د کینیا محکمې پرېکړه کړې چې د افغانستان د تېرې ادارې د ولسي جرګې مرستیال ظاهر قدیر امریکا ته وسپاري.
بي بي سي د ښاغلي قدیر د وکیل له قوله ویلي، هڅه کوي څو له محکمې د خپل موکل د استرداد ځنډولو لپاره ۱۴ ورځنی فرمان ترلاسه کړي.
ظاهر قدیر نږدې میاشت وړاندې کینیا کې د نشه یي توکو د قاچاق او غیري قانوني وسلو د ساتلو په تور ونیول شو، چې له هغه وروسته امریکا له کینیا د نوموړي د ورسپارلو غوښتنه وکړه.
بلخوا د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر د ښاغلي قدیر کورنۍ له غړو سره کتنه کې ویلي، قطر کې یې د افغانستان سفارت ته سپارښتنه کړې، چې هلته د کینیا سفارت په همغږۍ د نوموړي د نیولو موضوع وڅېړي.