د ملا برادر په مشرۍ لوړپوړی پلاوی کازان فورم کې د ګډون لپاره تاتارستان ته روان شو
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اسلامي امارت لوړپوړی پلاوی د کازان ۱۶م نړېوال اقتصادي فورم کې د ګډون په موخه تاتارستان جمهوریت ته روان شو.
د اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې ملا برادر اخوند په مشرۍ پلاوی به د یاد فورم په څنډو کې د یو شمېر هېوادونو له لوړ پوړو چارواکو سره رسمي لیدنې هم ولري.
ټاکل شوې د کازان نړېوال اقتصادي فورم ناسته به روانې غويي میاشتې له ۲۳مې تر ۲۸مې نېټې د روسیې کازان ښار کې ترسره شي.