افغان پلاوی د کاسا زر پروژې په اړه ناسته کې ګډون لپاره تاجکستان ته لاړ

افغان پلاوی د کاسا زر پروژې په اړه ناسته کې ګډون لپاره تاجکستان ته لاړ افغانستان
تاجکستان ته د افغانستان برېښنا شرکت پلاوي سفر کړی

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ډاکټر عبدالباري عمر په مشرۍ د یاد شرکت پلاوی د کاسا ۱۰۰۰ پروژې په اړه ناسته کې د ګډون په موخه تاجکستان ته سفر وکړ.

 د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، د کاسا زر په اړه ناسته کې د افغانستان، تاجکستان، قرغزستان او پاکستان سربېره د اسلامي پراختیایی بانک او نورو بهرنیو ادارو او بنسټونو استازي هم ګډون کوي.

 دې ناسته کې به د یادې پروژې د چارو  په اوسني وضعیت، پرمختګونو، د ستونزو پر حل لارو او راتلونکو پلانونو خبرې وشي.

 د افغانستان برېښنا شرکت ویلي، دوی ژمن دي د نړېوال بانک په تمویل دغه پروژه ژر بشپړه او ګټې اخېستنې ته وسپاري، څو کاسا غړو هېوادونو ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکې لا پیاوړې شي.

 د یادونې ده، د افغانستان له لارې تېرېدونکې کاسا ۱۰۰۰ له منځنۍ اسیا سویلي اسیا ته د برېښنا د لېږد تر ټولو ستره د ګډو اقتصادي ګټو پروژه ده.

تړلي موضوعات