د ۱۴۰۴ مالي کال بودیجه توشیح شوه
حریت راډيو ته یوې معتبرې حکومتي سرچینې تائید کړه، چې د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د ۱۴۰۴ مالي کال بودیجه توشیح شوې.
یاده سرچینه وايي، د اسلامي امارت بودیجه له کورنیو سرچینو برابره شوې، چې تر دقیقې ارزونې وروسته توشیح شوې ده.
ویل کیږي تر راتلونکو ورځو به ټولو وزارتونو او ادارو ته د بودیجې تخصیص پروسه پیل شي.
د یادونې ده، چې د اسلامي امارت بیا حاکمیت را وروسته د افغانستان بودیجه په بهرنیو مرستو له تکیې کولو پرته له کورنیو سرچینو برابریږي او دې موده کې په هېواد کې د حکومت د لګښتونو سربېره سلګونه لویې او کوچنۍ پروژې پلي شوې دي.