ملا عبدالغني برادر اخوند کازان ښار ته ورسېد
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د روسیې تاتارستان جمهوریت کازان ښار ته ورسېد.
اقتصادي معاونیت ویلي، د کازان په نړېوال هوايي ډګر کې د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال په مشرۍ د اسلامي امارت لوړپوړي پلاوي ته د تاتارستان جمهوریت د رهبر مرستیال تود هرکلی ووایه.
دغه سفر د کازان ۱۶م نړېوال اقتصادي فورم کې د ګډون په موخه شوی دی.
اقتصادي معاونیت د دې ناستې موخه د روسیې او اسلامي هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو، علمي او کلتوري همکاریو پراختیا یاده کړې.
د یادونې ده، چې دغه ناسته به د روانې غویي میاشتې له ۲۳مې تر ۲۸مې نېټې د روسیې کازان ښار کې ترسره کیږي.