کابل کې د نږدې پنځو ټنو لاجوردو د قاچاق مخه نیول شوې

کابل کې د نږدې پنځو ټنو لاجوردو  د قاچاق مخه نیول شوې افغانستان

د کابل ده‌سبز ولسوالۍ امنیه قومندانۍ خبر ورکړی، چې امنیتي ځواکونه توانېدلي د نږدې پنځو ټنو لاجوردو د قاچاق مخه ونیسي.

د یادې ولسوالۍ اداري مرستیال قاري زبیر په دې اړه ویلي، چې امنیتي ځواکونو د بختیاران په سیمه کې دا لاجورد په داسې حال کې نیولي، چې ۳۰۴ ډوله موټر کې ځای پرځای شوي وو.

قاري زبیر په یوه ویډيويي کلیپ کې ویلي، چې دا لاجورد له ۴ زره او ۸۰۰ کیلوګرامه زیات دي، چې له بدخشان ولایت څخه کابل ته قاچاق کېدل.

یاده دې وي، چې په تېرو درېیو کلونو کې امنیتي ځواکونو په ټول هېواد کې څو څو ځله د قیمتي ډبرو د قاچاق مخنیوی کړی دی او ټینګار کوي چې هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان طبیعي زېرمې او ملي شتمنۍ په ناقانونه توګه له هېواده وباسي.

تړلي موضوعات