خوست کې د کوارسو ستر کان کشف شوی
د خوست ولایت مقام ویاند مستغفر ګربز وايي، د یاد ولایت د کانونو ریاست له لوري د شمل دوه منده ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کوارسو ستر کان کشف شوی دی.
نوموړي ویلي، کوارس چې مختلف رنګونه لري ځینې خلک ورته کرسټال، بلور او یخک هم وایي.
د ګربز په خبره، کوارس څخه په شیشه جوړونه، تلوېزیون سکرین، لاسي ساعتونو، ګوتمیو، غاړکیو، تسلکوپ، دوربینونو، هوایي رادارونو، نفتي صنعت، په طبابت کې د ذهنیت پر تمرکز، استرس او ذهني فشار کموالو، کاري انرژي، معافیوي سېسټم پیاوړتیا او روحي سکون لپاره ترې ګټه پورته کېږي.
یاده دې وي، چې افغانستان د کاني زېرمو هغه غني هېواد دی چې ورځ تر بلې په کې نوي کانونه کشف کیږي، چې اسلامي امارت بیا حاکمیت راورسته دا څویم کان دی چې نوی کشف کیږي.