ملا عبدالغني برادر اخوند: د ا.ا.ا بهرنی سیاست خپلواک، مثبت، بې طرفه، متوازن او اقتصاد محوره دی

ملا عبدالغني برادر اخوند: د ا.ا.ا بهرنی سیاست خپلواک، مثبت، بې طرفه، متوازن او اقتصاد محوره دی افغانستان
اقتصادي مرستسال د تاتارستان ولسمشر سره کتنه کې

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن د کازان ۱۶م فورم څنډه کې د تاتارستان له ولسمشر رستم مینیخانوف سره وکتل.

اقتصادي معاونیت وايي، د لیدنې پر مهال دواړو لورو پر دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو او همداراز په افغانستان کې د تاتارستاني پانګوالو پر پانګونې خبرې وکړې.

ښاغلي برادر اخوند د خپلو خبرو پر مهال ویلي، د اسلامي امارت بهرنی سیاست خپلواک، مثبت، بې طرفه، متوازن او اقتصاد محوره دی او د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.

د همدې ناستې په مهال د تاتارستان ولسمشر په یاد فورم کې د اسلامي امارت د لوړپوړي پلاوي ګډون مهم وباله او ویې ویل، له افغانستان سره په مختلفو برخو کې د اړیکو پراخولو په موخه به تاتارستاني پلاوي کابل ته واستوي.

مینیخانوف زیاته کړه، اوسمهال له افغانستان سر په یو شمېر برخو کې راکړه ورکړه لري؛ خو له دې وروسته چمتو دي چې د راکړې ورکړې کچه زیاته کړي.

د یادونې ده چې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال دا لیدنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د لا همکارۍ لپاره ښه پيلامه بللې ده.

تړلي موضوعات