حکومت له هېواده بهر افغان کډوالو ته د اړتیا وړ اسناد چمتو کوي
د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د بېلو ناستو پرمهال اهل تشیع علماوو سره د کډوالو پر ستونزو د خبرو ترڅنګ د هغوی وړاندیزونه اورېدلي.
مولوي عبدالکبیر ویلي، اسلامي امارت د کډوالو ستونزو ته پاملرنه کوي او اړوندو ادارو ته یې له هېواده بهر افغان کډوالو لپاره د اړتیا وړ اسنادو چمتو کولو سپارښتنه کړې.
نوموړي ویلي، حکومت د اغېزمن کار په موخه د خلکو همکارۍ ته اړتیا لري.
بلخوا اهل تشیع علماوو د اسلامي نظام له کړنو د رضایت ښودلو ترڅنګ ایران کې د افغان کډوالو قانوني اسنادو او د هېواد ځینو سیمو کې راستنېدونکو ته د استوګنیزو ښارګوټو اړوند وړاندیزونه ورکړي.
سره له دې، چې د هېواد بېلابېلو سیمو کې د بېرته راستنېدونکو لپاره د استوګنیزو ښارګوټو لړۍ روانه ده، مولوي عبدالکبیر د هغوی وړاندیزونو ته هم د رسېدني ډاډ ورکړی.