بدخشان کې د څو ولایتونو چارواکو ترمنځ د همغږۍ ناسته شوې
د بلخ ولایت مقام مطبوعاتي دفتر خبر ورکړی، چې فیضاباد کې د بدخشان، تخار، بغلان، کندز، بلخ، جوزجان، سرپل، فاریاب او سمنګان ولایتونو والیانو، امنیه قوماندانانو او استخباراتو رئیسانو ترمنځ د همغږۍ ناسته شوې.
د دې ناستې موخه د ولایتي مسئولینو ترمنځ د همکاریو او همغږۍ پیاوړتیا، د نشهيي توکو پر ضد مبارزه، د مفسدو کسانو او ډلو د فعالیتونو مخنیوی، د ښاري او ولایتي امنیت ټینګښت او د اسلامي امارت مشر د لارښوونو او فرمانونو پلي کول بلل شوې.
د یادو ولایتونو ولایتي چارواکي زیاته کړې، چې نشهيي توکي د بدخشان له څلورو ولسوالیو پرته په نورو ټولو ولایتونو کې په بشپړ ډول له مینځه وړل شوي دي.
همدا راز دې ناسته کې د کانونو قانوني استخراج، قراردادونو روڼتیا او د خلکو پوهاوي په اړه هم بحث او خبرې شوې دي.
شنونکي دا ډول ناستې د ولایتي چارواکو ترمنځ د همغږۍ زیاتېدو او له نشه یي توکو سره د مبارزې برخه کې مهمې بولي.